په افغانستان کې په طالبانوکې د درز له شتونه انکار
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134490-په_افغانستان_کې_په_طالبانوکې_د_درز_له_شتونه_انکار
په داسې حال کی چی د ایران اسلامی جمهوریت او همداراز د مصر الازهر پوهنتون له شپږمې ټولګې بره امجلیو د زده کړې د دوام د بندیز په اړه د طالبانو فیصله د اسلام د سپیڅلی دین له تعلماتو سره په تضاد کې وبلله ، د طالبانو دفاع وزیر له موقته حکومت د نړیوالې ټولنې ځینې غوښتنې له شریعت سره په تضاد او د نه منلو وړ وبللې .
(last modified 2023-06-16T08:48:37+00:00 )
Jun 16, 2023 12:17 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې په طالبانوکې د درز له شتونه انکار

په داسې حال کی چی د ایران اسلامی جمهوریت او همداراز د مصر الازهر پوهنتون له شپږمې ټولګې بره امجلیو د زده کړې د دوام د بندیز په اړه د طالبانو فیصله د اسلام د سپیڅلی دین له تعلماتو سره په تضاد کې وبلله ، د طالبانو دفاع وزیر له موقته حکومت د نړیوالې ټولنې ځینې غوښتنې له شریعت سره په تضاد او د نه منلو وړ وبللې .

د طالبانو یوه چارواکي د دغې ډلې د غړیو ترمینځ د هرډول درز له شتونه انکار وکړ .

د افغانستان د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست د دغې ډلې په موقته حکومت کې داخلی اختلاف رد کړ . ملا یعقوب مجاهد په موقته دولت کی د اختلاف د شتون اوازه د مخالفانو د تبلیغ نتیجه وبلله او ویې ویل هغه اختلاف چی دطالبانو حکومت ته تاوان ورسوی وجود نلری .مجاهد مدعی شو هیڅ درز ، هیڅ مخالفت او مقابله یا بل هرڅیز چی د حکومت په تاوان وی ، داسې کومه خبره نشته ده .

په داسې حال کی چی د ایران اسلامی جمهوریت او همداراز د مصر الازهر پوهنتون له شپږمې ټولګې بره امجلیو د زده کړې د دوام د بندیز په اړه د طالبانو فیصله د اسلام د سپیڅلی دین له تعلماتو سره په تضاد کې وبلله ، د طالبانو دفاع وزیر له موقته حکومت د نړیوالې ټولنې ځینې غوښتنې له شریعت سره په تضاد او د نه منلو وړ وبللې .

دغه طالب چارواکی په تعلیمي مسایلو او د بیان په ازادۍ کې د نړیوالې ټولنې غوښتنې د افغانستان په داخلي چارو کی د لاس وهنې په معنا وبللې .

ملا یعقوب په تلویحي ډول په افغانستان کې د مختلفو توکمونواو ټولو قومونو د استازیو په شتون سره د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا د ضرورت په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته اشاره وکړه او ویې ویل یوازې افغانان باید د تعلیمی ، بیان ازادۍ او همداراز د افغانستان د حکومت د څرنګوالی او جوړښت په اړه فیصله وکړي .

دا څرګندونې په داسې حال کی بیانیږي چی د طالبانو میرمنې ضد قوانینو باندې د معترضانو مظاهرې په ځلونو ځپل شوي ، مظاهرچیان په تاوتریخجن ډول نیول شوی او له دې سره په یووخت خپره شوی راپورونه د دغه هیواد د خبریالانو او رسندویو د ګډوډ وضعیت ښودنه کوی .

امریکایانو د افغانستان له شل کن نیواکه وروسته ، له دغه هیواد بی پروګرامه وتل او همداراز د افغانانو پرضد د سختو بایکاټونو لګول او د افغانستان د مرکزی بانک شتمنۍ کنګل کړي دي . واشنګټن افغانستان لپاره د ځینو راغونډو شویو مرستو ورسپارل په خپلو ځینو غوښتو سره مشروط کړي دي .

ملا یعقوب د خپلو خبرو په دوام کی له امریکا غوښتی دی د افغانستان په داخلي مسایلو له لاس وهنې ډډه وکړی .

څه موده مخکې د افغانستان او ایران پوله هم د ایراني ځواکونو په مورچو د طالبانو د ډزو شاهده وه . ایراني چارواکو د ښه ګاونډیتوب او وروګلوۍ د اصل په یادولو سره له طالب چارواکو د خبرو اترو له لارې د مسلې د اواری غوښتنه وکړه . د طالبانو د دوهم لمبر ځینو مقاماتو لخوا له تاوتریخوالی غواړی څرګندونو سره سره د دغې ډلې لوړ رتبه چارواکو په پوله کې د خپلو عسکرو له کنټرولولو سملاسی وروسته د خبرواترو لپاره چمتووالې اعلان کړ .

د طالبانو دغه لوړ رتبه چارواکی د ایران په پوله کی وروستیو نښتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د طالبانو موقته دولت له هیڅ هیواد په تیره بیا ګاونډیو هیوادونو سره د نښتې او جنګ غوښتونکی ندې .

د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا د قزاقستان ، قرقیزستان او تاجیکستان چارواکو له افغانستان سره په ګډه پوله کی ځینو تاوتریخوالیو ته په اشاری سره په ځلونو د داعش له قدرت ترلاسه کولو او د دغه هیواد له خاورې د افراط پالو ډلو په حملو اندیښنه څرګنده کړی ده .

مجاهد د خپلو خبرو په بله برخه کی د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو اندیښنې ته اشاره وکړه . دغه افغان چارواکی وویل د طالبانوموقته دولت هیڅکله اجازه نه ورکوی د افغانستان له خاورې د نړۍ د نورو هیوادونو پرضد استفاده وشی .

د ملګرو ملتو د امنیت شورا په بایکاټونو د څار کمیټۍ هم  د طالبانو د کړچار په اړه په یوه راپور کی د طالبانو ډلې د لوړ رتبه چارواکو ترمینځ د درز او اختلاف  د شتون خبر ورکړی دی . طالبانو د دغه راپور د خپریدا په غبرګون کی د درز او اختلاف شتون رد کړی وو .