افغان حاجیان په سعودي کې د ترسره شویو خدماتو څخه خوښ دي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134866-افغان_حاجیان_په_سعودي_کې_د_ترسره_شویو_خدماتو_څخه_خوښ_دي.
په داسې حال کې چې تر راتلونکو دريو ورځو پورې د فرضي حج مراسم په سعودي عربستان کې ترسره کېږي، ‏افغان حاجیان خوښ دي، چې د طالبانو حکومت ورته په سعودي عربستان کې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې دي.
(last modified 2023-06-24T04:38:29+00:00 )
Jun 24, 2023 09:03 Asia/Kabul

په داسې حال کې چې تر راتلونکو دريو ورځو پورې د فرضي حج مراسم په سعودي عربستان کې ترسره کېږي، ‏افغان حاجیان خوښ دي، چې د طالبانو حکومت ورته په سعودي عربستان کې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې دي.

افغان حاجیان په سعودي کې د ترسره شویو خدماتو څخه خوښ دي.

په داسې حال کې چې تر راتلونکو دريو ورځو پورې د فرضي حج مراسم په سعودي عربستان کې ترسره کېږي، ‏افغان حاجیان خوښ دي، چې د طالبانو حکومت ورته په سعودي عربستان کې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا ځينو حاجيانو، د ډوډۍ له ناسم کیفیت څخه شکایت کړی وو.

خو اوس ځينې حاجيان وايي، چې دوی له دې بهیره راضي دي او د ډوډۍ د کيفيت ستونزه حل شوې ده.

په ورته وخت کې په مکه معظمه کې د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت د څارنې او راپور ورکولو کمېټې مشر شيخ عبدالولي حليمي هم وايي، دوی افغان حاجیانو ته په ۳۲ اعمارو يا (ځای خونو) کې درې وخته منظمه ډوډۍ ورکوي.

‏په همدې حال کې د حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب وايي، چې عربستان ته د ۳۰ زره او ۳۱۶ افغان حاجیانو د لېږد پروسه پای ته رسېدلی او دوی ورته په سعودي عربستان کې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د فرضي حج په مراسمو کې د ځينو ستونزو راپورنه ورکړل شوي وو.

راپورونه وايي تر اوسه شاوخوا دوه ميليونه حاجیان له بېلابېلو هېوادونو عربستان ته داخل شوي دي او دا بهير دوام لري.