افغانستان کې له بندخونو څه باندې ۲ زره بندیان ازاد شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135024-افغانستان_کې_له_بندخونو_څه_باندې_۲_زره_بندیان_ازاد_شول
د طالبانو حکومت ستره محکمه وایي، د افغانستان له بېلابېلو زندانونو څخه د اختر په مناسبت ۲ زره او ۱۸۷ هغه بندیان چې د بښنې وړ وو، خوشې کړې دي.
(last modified 2023-06-27T08:14:35+00:00 )
Jun 27, 2023 12:43 Asia/Kabul
  • افغانستان کې له بندخونو څه باندې ۲ زره بندیان ازاد شول

د طالبانو حکومت ستره محکمه وایي، د افغانستان له بېلابېلو زندانونو څخه د اختر په مناسبت ۲ زره او ۱۸۷ هغه بندیان چې د بښنې وړ وو، خوشې کړې دي.

د طالبانو حکومت ستره محکمه وایي، د افغانستان له بېلابېلو زندانونو څخه د اختر په مناسبت ۲ زره او ۱۸۷ هغه بندیان چې د بښنې وړ وو، خوشې کړې دي.

د دغه هېواد د سرپرست حکومت له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز یې د ۴۸۹ نورو بندیانو د بند موده هم کمه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د بندیانو د خوشې کېدو او بند مودې د کمېدو لپاره ځانګړې پلاوي ګمارل شوي و، چې له مناسبې ارزونې وروسته یو شمېر بندیان ازاد او د ځینو نورو د بند موده کمه شوه.

د یادونې وړ ده چې سرپرست حکومت تر دې وړاندې هم هر کال د روژې او اختر په مناسبت یو شمېر بندیان ازاد کړي او د ځینو نورو د بند موده یې کمه کړې ده.