Jul 06, 2023 15:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان حل لاره، په ټولو قومونو د مشتمل پراخ بنسټه حکومت جوړیدل دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: حل لاره، په ټولو افغانستاني قومونو د مشتمل او ټول شموله حکومت جوړیدل دي او د ایران اسلامي جمهوریت به د میلیونونو افغانستاني کډوالو د کوربه توب ترڅنګ، په افغانستان کښې د انساني وضعې له ښه کیدو سره مرسته جاري وساتي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیرعبداللهیان» په باکو کښې د ناپیئلي غورځنګ د خارجه وزیرانو په غونډه کښې د افغانستان حالاتو ته په اشارې سره وویل: افغانستان له لسیزو راهیسې له بې ثباتۍ او بحرانه کړیږي خو حل لاره یې باید په ټولو افغانستاني قومونو د مشتمل او ټول شموله حکومت جوړیدل دي او د ایران اسلامي جمهوریت به د میلیونونو افغانستاني کډوالو د کوربه توب ترڅنګ، په افغانستان کښې د انساني وضعې له ښه کیدو سره مرسته جاري وساتي.

امیر عبداللهیان هم داشان وویل: مونږ هم داشان د افغانستان د خلکو د مالي سرچینو د نیواک د ختمیدو غوښتونکي یوو.

د خبر پاې/

ټیګونه