افغان طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر په څرګندونو غبرګون وښوده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135400-افغان_طالبانو_د_پاکستان_د_دفاع_وزیر_په_څرګندونو_غبرګون_وښوده
د افغانستان د شفقنا خبري اژانس له راپور سره سم د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په اسلام اباد کې له خپل تاجیکستانی همڅنګ شیر علی میرزا سره په کتنه کې ویلی وو پاکستان او تاجیکستان له افغانستان سره د ګاونډیتوب په دلیل یوشانته امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي
(last modified 2023-07-07T04:07:31+00:00 )
Jul 07, 2023 08:35 Asia/Kabul
  • افغان طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر په څرګندونو غبرګون وښوده

د افغانستان د شفقنا خبري اژانس له راپور سره سم د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په اسلام اباد کې له خپل تاجیکستانی همڅنګ شیر علی میرزا سره په کتنه کې ویلی وو پاکستان او تاجیکستان له افغانستان سره د ګاونډیتوب په دلیل یوشانته امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي

د افغانستان د طالبانو مرستیال ویندوی بلال کریمی د خواجه محمد اصف په څرګندونو په غبرګون کې وویل د افغانستان په اړه د اسلام اباد امنیتي اندیښنې بی اساسه دي .

بلال کریمی زیاته کړه د دې پرځای چی بی سنده او بیځایه اندیښنې مطرح شي په ډیپلوماتیکو ، تجارت او اقتصادي اړیکو پراختیا کار وشی تر څو په سیمه کی ثبات رامینځته شی او اندیښنې حل شي .

ده جوته کړه طالبانو په ځلونو ویلی دی چی افغانستان خوندې دی او د دغه هیواد له خاورې نورو هیوادونو ته ګواښونه ندي متوجه .

دا په داسې حال کی دی چی د افغانستان له خاورې د پاکستان او تاجیکستان په شمول په ځلونو د ګاونډیانو پرضد حملې ترسره شوي دي .