کابل کې د ۴۰ تنه په زړه سوري ماشومانو درملنه کېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135590-کابل_کې_د_۴۰_تنه_په_زړه_سوري_ماشومانو_درملنه_کېږي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۴۰ تنه نور ماشومان یې په کابل کې د درملنې او عملیاتو لپاره دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
(last modified 2023-07-11T07:42:09+00:00 )
Jul 11, 2023 12:10 Asia/Kabul
  • کابل کې د ۴۰ تنه په زړه سوري ماشومانو درملنه کېږي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۴۰ تنه نور ماشومان یې په کابل کې د درملنې او عملیاتو لپاره دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، چې په تېر څه کم یوه کال کې یې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳۹۲ ماشومان د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

د سوري زړه ناروغي په وروستیو کلونو کې په افغان ماشومانو کې ډېره شوې او په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې لسګونه ماشومان، چې دا ناروغي یې لرله، د درملنې په موخه جرمني ته هم استول شوي دي.