ډیورند یوه فرضي کرښه ده نه رسمې سرحد
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135638-ډیورند_یوه_فرضي_کرښه_ده_نه_رسمې_سرحد
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ویلي چي ډیورند پاکستان سره رسمي سرحد نه بلکې یوه فرضي کرښه ده.
(last modified 2023-07-12T21:55:41+00:00 )
Jul 13, 2023 02:24 Asia/Kabul
  • ډیورند یوه فرضي کرښه ده نه رسمې سرحد

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ویلي چي ډیورند پاکستان سره رسمي سرحد نه بلکې یوه فرضي کرښه ده.

د ډیورند فرضي کرښه چي په ۱۸۹۳ میلادي کال کې د برتانیې د استعمار پر مهال ترسیم شوې هیڅکله هم د افغانستان له لورې پاکستان سره د رسمي سرحد په توګه پېژندل شوې نه ده او په تېرو کلونو کې په ځلونو د دواړو هیوادونو پوله ساتې ځواکونو یو بل سره نښتې کړي دي.

دغه کرښه د برتانیې د یو چارواکې له لورې د سلو کلونو لپاره د هند او افغانستان تر مینځ ترسیم شوې وه، لیکن د یادې کرښې موده ۳۰ کاله مخکې پای ته ورسېده او دا مساله اوس د پاکستان او افغانستان تر مینځ د اختلافاتو لامل شوې ده، افغانستان دغه کرښه په رسمیت نه پېژني او د یوې استعماري کرښې په توګه ورڅخه یادونه کوي.

د تسنیم له راپور سره سم، په قطر کې د طالبانو د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دې هکله خبریالانو ته وویل: له ګاونډیانو او نورو هیوادونو سره د ښو اړیکو پالنه د طالبانو د حکومت سیاست دی او ډیورند یوه فرضي کرښه ده او د افغانستان او پاکستان تر مینځ رسمي سرحد نه دی.

هغه د دواړو هیوادونو تر مینځ اړیکو ته په اشارې سره زیاته کړې: دا د اسلام آباد د حکومت پورې تړاو لري چي څرنګه سیاست غوره کوي.

په قطر کې د طالبانو د سرپرست حکومت استازی په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون مساله مردوده وباله او ټینګار یې وکړ چي پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې نه بلکې د پاکستان په قبائلي سیمو کې میشت دي.