په غزني کې د عاشورا د ورځې د پېښې په هکله د طالبانو اعلامیه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136390-په_غزني_کې_د_عاشورا_د_ورځې_د_پېښې_په_هکله_د_طالبانو_اعلامیه
د عاشورا په ورځ په غزني کې د حسیني عاشورا په مراسمو کې د ډزو او د اوښتیو مرګژوبلو په هکله طالبانو یوه اعلامیه خپره کړې ده.
(last modified 2023-07-30T20:44:43+00:00 )
Jul 30, 2023 09:38 Asia/Kabul
  • په غزني کې د عاشورا د ورځې د پېښې په هکله د طالبانو اعلامیه

د عاشورا په ورځ په غزني کې د حسیني عاشورا په مراسمو کې د ډزو او د اوښتیو مرګژوبلو په هکله طالبانو یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د عاشورا په ورځ د غزني په نوآباد کې سیمه کې د ډزو په نتیجه کې درې تنه عزاداران وژل شوي او یو شمېر هم ټپیان شوي دي.

د نوآباد د سیمې له پېښې سره هممهاله د طالبانو حکومت د نوآباد په شیعه میشتو سیمو کې د داعش د ترهګرې ډلې پورې اړوند په یوه کور باندې د عملیات ویډیو خپره کړې ده.

د تسنیم له راپور سره سم، په غزني کې امنیتي ارګانونه د یوې اعلامیې په صادرولو سره ویلي چي د عاشورا په ورځ د نوآباد په سیمه کې د رامینځ ته شوې پېښې د حقیقت د معلومولو لپاره د اهل تشیع د استازو په ګډون یوه کمیټه ټاکل شوې ده.

اعلامیه کې راغلې چي د عاشورا په ورځ د ماپښین په دوو بجو باندې یو نیم کسانو د ماتموالو له مینځه لومړی د طالبانو په ځواکونو د ډبرو ګوزارونه کړي او بیا ډزې پرې کړي دي، او ماتموال یې مجرمانه کارونو ته هڅولي دي.

طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي چي دغه بلواګرو چي په ماتموالو کې ځانونه پټ کړي وه، فاسد دي او له بهر څخه د ګډوډیو لپاره اړیکې لري.

په وروستیو ورځو کې د غزني په نوآباد سیمه کې د عاشورا په ورځ د ډزو په پایله کې د یو شمېر عزدارانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په هکله راپورونه خپاره شوي دي.