داعش ډلې افغانستان کښې د خلکو د جذبولو کار پیل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136406-داعش_ډلې_افغانستان_کښې_د_خلکو_د_جذبولو_کار_پیل_کړی
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان پخوانی امنیتي چارواکی وايي داعش ترهګره ډله له شمالي ولایتونو څخه د کسانو د جذبولو او د طالبانو له مخالفو ډلو سره د ائتلاف کولو کوشش کوي.
(last modified 2023-07-30T20:43:53+00:00 )
Jul 31, 2023 00:53 Asia/Kabul
  • داعش ډلې  افغانستان کښې د خلکو د جذبولو کار پیل کړی

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان پخوانی امنیتي چارواکی وايي داعش ترهګره ډله له شمالي ولایتونو څخه د کسانو د جذبولو او د طالبانو له مخالفو ډلو سره د ائتلاف کولو کوشش کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار بشیر صیفي په ټویټر پاڼې کښې ولیکل چې داعش ترهګرې ډلې د افغانستان په پنجشیر ، بدخشان او نورو شمالي ولایتونو کښې د جنګونو لپاره په پراخه سویه د جنګیالیو د جذبولو بهیر پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه داعش ترهګره ډله د طالبانو ضد له روحیې، د نابرابر سیاسي مشارکت او له مذهبي سرزورۍ څخه په استفادې سره د دغو سیمو خلک  هڅوي چې له طالبانو سره د جنګ لپاره له داعش ډلې سره یوځاې شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار بشیر صیقي ادعا وکړه چې له داعش ډلې سره د طالبانو د مخالفو ځواکونو یوځاې کیدل به د پنجشیر د جبهې د مشر احمد مسعود په وسیله ترسره شي او حتی ممکنه ده چې داعش ډله د طالبانو پرضد د ګډو عملیاتو وړاندیز هم مطرح کړي.