داعش ډلې افغانستان کښې د خلکو د جذبولو کار پیل کړی
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان پخوانی امنیتي چارواکی وايي داعش ترهګره ډله له شمالي ولایتونو څخه د کسانو د جذبولو او د طالبانو له مخالفو ډلو سره د ائتلاف کولو کوشش کوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار بشیر صیفي په ټویټر پاڼې کښې ولیکل چې داعش ترهګرې ډلې د افغانستان په پنجشیر ، بدخشان او نورو شمالي ولایتونو کښې د جنګونو لپاره په پراخه سویه د جنګیالیو د جذبولو بهیر پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه داعش ترهګره ډله د طالبانو ضد له روحیې، د نابرابر سیاسي مشارکت او له مذهبي سرزورۍ څخه په استفادې سره د دغو سیمو خلک هڅوي چې له طالبانو سره د جنګ لپاره له داعش ډلې سره یوځاې شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار بشیر صیقي ادعا وکړه چې له داعش ډلې سره د طالبانو د مخالفو ځواکونو یوځاې کیدل به د پنجشیر د جبهې د مشر احمد مسعود په وسیله ترسره شي او حتی ممکنه ده چې داعش ډله د طالبانو پرضد د ګډو عملیاتو وړاندیز هم مطرح کړي.