د اګست ۱۵ نیټه په افغانستان کښې عمومي رخصتي ده
Aug 13, 2023 09:22 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت د اګست د میاشتې پینځلسمه نیټه چې له دغه هیواده د امریکا د نیواکګرو عسکرو د وتلو کلیزه ده رسمي رخصت اعلان کړ.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د کار وزارت نن په یوې بیانیې کښې د اګست د میاشتې پینځلسمه چې د زمري د میاشتې څلرویشته نیټه کیږي له دغه هیواده د امریکا د نیواکګرو عسکرو د وتلو د دوهمې کلیزې او واک ته د طالبانو د بیا رسیدا په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه.
د طالبانو د کار وزارت په خبر پاڼه کښې ویل شوي دي دغه ورځ د امریکا او د هغې د متحدانو پرضد د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د خلکو د جهاد له بریالیتوب سره برابره ده او د طالبانو د حکومت لخوا له برابر شوي کلینډر(کال هینداره) سره سم په ټول افغانستان کښې عمومي رخصتي ده.
ټیګونه