طالبان سبا بیا ډالر لیلاموي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137222-طالبان_سبا_بیا_ډالر_لیلاموي
د طالبانو مرکزي بانک وویل چې په افغانستان کښې د ډالر د ټکاؤ لپاره به سبا بازار ته نور ډالر وړاندې کړي.
(last modified 2023-08-16T09:23:30+00:00 )
Aug 16, 2023 13:16 Asia/Kabul
  • طالبان سبا بیا ډالر لیلاموي

د طالبانو مرکزي بانک وویل چې په افغانستان کښې د ډالر د ټکاؤ لپاره به سبا بازار ته نور ډالر وړاندې کړي.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، د طالبانو مرکزي بانک وویل چې ۱۴ میلیون ډالر به سبا پنجشنبه بولۍ ته کښیښودې شي.

د طالبانو د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر ویلي دي چې دغه بانک ۱۴ میلیون ډالر بولۍ ته ایښي دي او په شرطونه پوره د صرافۍ او د پیسو د خدماتو شرکتونه به په دې بولۍ کښې برخه اخلي.

دا په داسې حال کښې دي چې د سرای شهزاده د صرافانو د مرکز د اعلان له مخې، په تیره یوه میاشت کښې د امریکايي ډالر په وړادې د افغانستان د ملي کرنسۍ ارزښت ۲.۵ فیصده زیاتوالی موندلی دی.

د کابل ښار په سرای شهزاده کښې د صداقت نومې صرافۍ مالک محمد حسین په دې هکله وویل چې نن سبا د یو امریکايي ډالر قیمت ۸۳.۹۰ افغانۍ دی چې د تیرې یوې میاشتې په پرتله د ډالر په قیمت کښې سخت کموالی راغلی دی.

له دې مخکښې د خوړو نړیوال سازمان ویلي وو چې په ډالر د افغانیو د بدلولو بیه،ړ له افغانستان سره د نغدو نړیوالو مرستو په وجه ثابته پاتې ده.