په افغانستان باندې د طالبانو په دوه کلن حکومت کښې ۱۷۶خبریالان نیول شوي دي
د افغانستان د طالبانو د حکومت ځواکونو په تیرو دوو کلونو کښې په دغه هیواد کښې ۱۷۶ خبریالان نیولي دي.
د ۲۰۲۱ کال د آګست له پنځلسمې نیټې څخه په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په دغه هیواد کښې د رسنیو لپاره یولړ محدودیتونه رامینځته شوي دي او تراوسه ډیر خبریالان او د رسنیو خاوندان نیول شوي دي.
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د خبریالانو د مرکز د رپورټ له مخې، په دغه هیواد باندې د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کښې د خبریالانو او د رسنیو د خاوندانو خلاف په ثبت شویو پيښو کښې، د رسنیو د دریو تنو کارکوونکو وژل، د خبریالانو د زیان لیدنې ۲۳ موارد، ۱۷۶لنډمهاله او مینځ مهاله نیونې شاملې دي چې دغو نیونو څوڅو میاشتې دوام موندلی دی او له دغو کسانو څخه ۹ تنه لاهم په جیل کښې دي.
په عین حال کښې د خبریالانو خلاف څه باندې ۳۰۰ قهرجنې او له تشدده ډکې پیښې ثبت شوې دي.
دا رپورټ د خبریالانو او رسنیو د حقوقو د خلاف ورزۍ د پيښو د زیاتیدو او په افغانستان کښې د آزادو رسنیو د ځپنې د بهیر د سختیدو ښودنه کوي.
د رسنیو خلاف په تازه اقداماتو کښې د افغانستان د طالبانو د حکومت ځواکونو په ننګرهار ولایت کښې د دریو رسنیو فعالیت بند کړی دی.
په عین حال کښې د بې سرحده رپورټرانو سازمان هم په دې وروستیو کښې ویلي دي چې په افغانستان کښې له دریو نه دوه برخې خبریالانو خپل کار پریښې دی.