د طالبانو د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر ایران ته راغی
Aug 22, 2023 01:56 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر تیر ماښام د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته راغلی دی.
په افغانستان کښې د طالبانو د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر پرون د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته راغلی دی.
زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري او ورسره پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوی به له ایراني لوري سره د کرنې په برخه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
خو سرچینې په دې اړه جزییات نه دي ورکړي.
ټیګونه