د اسلامي ملګرتیا موسسې یوه پلاوي کابل ته سفر کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137922-د_اسلامي_ملګرتیا_موسسې_یوه_پلاوي_کابل_ته_سفر_کړی
زمونږخبریال راپور راکړی د اسلامي همکاریو سازمان يو پلاوي افغانستان ته په خپل تازه سفر کې د رياست الوزرا د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، یوشمیر افغان عالمانو او یوشمیر نورو طالب چارواکو سره کتلي دي.
(last modified 2023-09-04T09:05:25+00:00 )
Sep 02, 2023 14:29 Asia/Kabul
  • د اسلامي ملګرتیا موسسې یوه پلاوي کابل ته سفر کړی

زمونږخبریال راپور راکړی د اسلامي همکاریو سازمان يو پلاوي افغانستان ته په خپل تازه سفر کې د رياست الوزرا د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، یوشمیر افغان عالمانو او یوشمیر نورو طالب چارواکو سره کتلي دي.

ياد پلاوي د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي نړۍ د افغانستان تلپاتې ثبات غواړي او د جګړې پلوې نه ده.

دوی همدارنګه په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه بې سارې او اغېزمنه بللې او ټینګار یې کړی چې پر دغو پرمختګونو باید نړۍ اعتراف وکړي.

مولوي عبدالکبیر یاد پلاوي ته ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي او دا مهال اسلامي امارت د سالم سیاست له امله افغانستان له یو شمېر دولتونو سره ښې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري.

همدارنګه د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د اسلامي همکاریو له سازمان او اسلامي هیوادونو غوښتي چې د افغان ولس او حکومت ننګه وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې دوی به په افغانستان کې په خپلو سترګو لیدلی حالت او موجود وضعیت او واقعیتونه تر خپلو چارواکو، ولسونو او نړیوالو ورسوي.

د اسلامي همکاریو سازمان وایي، چې افغانستان ته د دوی د هیات د سفر هدف دا دی چې طالبان وهڅوي، څو نجونې ښوونځيو ته پرېږدي او د نجونو او ښځو د کار مخه ونه نیسي.

د طالبانو حکومت وایي، چې دغه پلاوي په خپلو خبرو کې له فساد او نشه اي موادو سره د دوی مبارزه ستایلې ده، خو تر اوسه دوی د دې سازمان د اصلي غوښتنې په تړاو چې نجونو ته دې اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي او ښځې کار ته پریږدي، څه نه دې ویلي.