ننګرهار کې د رزمي لوبو سیالۍ ترسره شوې راپور په ګډه اورو
زمونږ خبریال راپور راکړی افغانستان د لوبو تنظیموونکي وايي د دې سیالیو نه یې موخه دځوانو لوبغاړو هڅونه او د نویو استعدادونو رابرسیره کول دي.
د رزمي لوبو دا سیالۍ د ننګرهار ولایت د مرکز او د ولسوالیو دیارلس لوبډلو تر منځ ترسره شوې چې دیرش تنو لوبغاړو پکې د پنځلس جوړو په توګه برخه اخیستې وه.
د دې سیالیو تنظیمونکی قیس مجاهد وایي دا سیالۍ چې د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست د رزمي لوبو فدراسیون په مرسته او همغږۍ ترسره شوې موخه یې د ځوانو لوبغاړو هڅول، د نویو استعدادونو رابرسیره کول اودغه راز د ځوانانو لپاره د تفریح سالم چاپیریال رامنځته کول وو.
هغه لوبغاړي چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې وه په کور دننه او له هیواده د باندې د دا ډول نورو سیالیو ترسره کولو غوښتنه کوي.
دوې وایي د دې وړتیا موجوده ده چې د دې سیمې لوبغاړي د هیواد په کچه او یا هم له هیواده د باندې لوبو کې برخه واخلي او د هیواد نوم روښانه کړي.
د لوبغاړو تر څنګ د لوبو لیدو ته ورغلي مینه وال او نندارچیان هم خوشحاله وو دوې د ورزش له چارواکو او دغه راز له شتمنو هیوادوالو غوښتنه وکړه چې په اوس مهال کې ورزش یوازینې وسیله ده چې د خلکو پر شونډو موسکا راولي او باید د ورزش د هرې رشتې د لوبغاړو ملاتړ او درناوی وشي.
له پلازمینې کابل وروسته ننګرهار دویم ولایت دی چې د هر ډول سیالیو د ترسره کیدو اسانتیاوې پکې موجودې دي.