له افغانستان سره بشر دوستانه مرستې کمې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138338-له_افغانستان_سره_بشر_دوستانه_مرستې_کمې_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو غږملونکي دفتر اوچا له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو د کمیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-09-11T00:31:51+00:00 )
Sep 11, 2023 04:59 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره بشر دوستانه مرستې کمې شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو غږملونکي دفتر اوچا له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو د کمیدا خبر ورکړ.

د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو غږملونکي دفتر اوچا پرون له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو لپاره د بودجې په کمښت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره وویل په افغانستان کښې په لسګونو زره ماشومان چې عمرونه یې له پینځو کلونو څخه کم دي له مرستو څخه محرومه شوي دي.

اوچا په ایکس(X) اینټرنیټ پاڼې باندې یوې بیانیې کښې ټينګار وکړ د بودجې د کمښت په دلیل په افغانستان کښې د روغتیا لومړنیو خدماتو ته د کابو یولک کسانو لاسرسی محدود شوی دی.

دغه راپور  زیاتوي چې په افغانستان کښې د خواړو او د  سلامتیا یوسل درې اویا مرکزونه د بودجې د کمښت په دلیل د تړل کیدا په حال کښې دي.

له دې مخکې د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو غږملونکي دفتر اوچا راپور ورکړی و چې د افغانستان یو میلیون ښځې او انجلۍ د بشر دوستانه مرستو له ترلاسه کولو محرومه شوي دي.