په افغانستان کې نن بیا  ۱۵میلیون ډالر نیلام کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138442-په_افغانستان_کې_نن_بیا_۱۵میلیون_ډالر_نیلام_کیږي
 دم ګړئ د افغانستان په اسعاري بازار کې  له یوه امریکائي ډالر سره یو سل نهه اویا افغانۍ مبادله کیږي چې  ددغه هیواد د کرنسۍ د ارزښت  دزیاتیدونکي بهیر ښودنه کوي.  
(last modified 2023-09-13T03:32:47+00:00 )
Sep 13, 2023 01:46 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې نن بیا  ۱۵میلیون ډالر نیلام کیږي

 دم ګړئ د افغانستان په اسعاري بازار کې  له یوه امریکائي ډالر سره یو سل نهه اویا افغانۍ مبادله کیږي چې  ددغه هیواد د کرنسۍ د ارزښت  دزیاتیدونکي بهیر ښودنه کوي.  

د افغانستان مرکزی بانک  د افغانستان دملی کرنسۍ (افغانۍ) د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخې سره نن چارشنبې ورځې  پنځلس میلیون ډالر   داسعارو بازار ته وړاندې کوي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته  تر دې دمه په لسګونو ځله د خپلې ملي کرنۍ د ارزښت  او ثبات دساتلو لپاره په اسعاري بازار کې په میلیونونو ډالر نیلام کړي دي.

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،  د افغانستان مرکزی بانک  نن یو ځل بیا  له بانکونو  او  دصرافئ له شرکونو او د شرائط لرونکو مالی مرکزونو څخه غوښتي  د ګروهنې په بڼه کې دې  داخلی بازار  ته د وړاندې کولو لپاره  دپنځلس میلیون ډالرو  دترلاسه کولو په باب اقدام وکړي.

له دې مخکې هم  دافغانستان مرکزي بانک  په کرتو بازار ته په لسګونو میلیون ډالر وړاندې کړي دي.

 دم ګړئ د افغانستان په اسعاري بازار کې  له یوه امریکائي ډالر سره یو سل نهه اویا افغانۍ مبادله کیږي چې  ددغه هیواد د کرنسۍ د ارزښت  دزیاتیدونکي بهیر ښودنه کوي.