ملګري ملتونه له افغان کروندګرو سره مرسته کوي
نوموړي د خلکو د ځان بسیاینې او اقتصادي ودې په موخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام له مشر او نورو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د کرنې په برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام مشر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو دغه اداره د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او طبیعي سرچینو په برخو کې له افغان بزګرو او بڼوالو سره مرسته کوي.
افغان غږ خبری آژانس وایی د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء ا...عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام له مشر سره وکتل.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر وايي: په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان کروندګرو او بزګرانو ته د خدمت په موخه د همکارۍ او همغږۍ د پياوړتيا په اړه بحث او د نظريو تبادله وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په دې غونډه کې وویل: د کرنې وزارت د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، طبیعي سرچینو او ځمکې په برخو کې فعالیت کوي.
نوموړي د خلکو د ځان بسیاینې او اقتصادي ودې په موخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام له مشر او نورو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د کرنې په برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام مشر ډاډ ورکړ چې له نورو مرستندویه ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ به په یادو برخو کې د افغانستان له کروندګرو، بڼوالو او خلکو سره مرستې وکړي.