تاجیکستان دافغانستان په پولوکې په ترهه ګروګواښونواندیښنه څرګنده کړه
Sep 16, 2023 03:05 Asia/Kabul
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د تاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان د مرکزی اسیا په پینځمه سرمشریزه کې دافغانستان په پولوکې دترهه ګرو ګواښونو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه .
ده همداراز په افغانستان کې د نشه ایزو موادو تولید او د تاجیکستان په پوله کې د هغو د قاچاق زیاتیدا ته په اشارې سره وویل د افغانستان له وروستیو بدلونونو وروسته د نشه ایزو موادو تولید او قاچاق څو برابره زیات شوی دی .
د تاجیکستان ولسمشر د طالبانو له قدرت ته رسیدا راهیسې څو ځله د افغانستان په خاوره کی د ترهه ګرو ګواښونو او فعالیتونو د زیاتیدا په اړه خبرداری ورکړی دی .
ټیګونه