په بامیانو کې یوه هلک خپل پلار په چړې سره وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138644-په_بامیانو_کې_یوه_هلک_خپل_پلار_په_چړې_سره_وژلی
د بامیانو سیمه ایز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د «کیڼ دره» په سیمه کې یوه هلک خپل پلار په چړو وهلی دی.
(last modified 2023-09-17T05:39:28+00:00 )
Sep 17, 2023 10:07 Asia/Kabul
  • په بامیانو کې یوه هلک خپل پلار په چړې سره وژلی

د بامیانو سیمه ایز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د «کیڼ دره» په سیمه کې یوه هلک خپل پلار په چړو وهلی دی.

د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د سرچینو په حواله دغه سړی محمد نومېږي او د بامیانو ولایت د مرکز چپرهار فولادي کلي اوسېدونکی و.

نوموړی تېره شپه (جمعه، سنبلي ۲۴) د خپل زوی له خوا په خېټه کې د چړې په وهلو وژل شوی دی.

 د والي وياند عبدالصبور فرزان سيغاني له رسنيو سره په خبرو کې دغه وژنه تاييد کړې او دا يې کورنۍ تاوتريخوالى بللی دی.

 ويل کېږي چې قاتل د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى.