د افغانستان په هکله د مسکو غونډه
ټاکل شوې چي په راتلونکو ورځو کې په مسکو کې د افغانستان په هکله غونډه تر سره شي، چي طالب استازې هم ورغوښتل شوي دي.
په یاده غونډه کې به د روسیې، قزاقستان، قرقیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبکستان، چین، هندوستان، ایران او پآکستان استازو هم ګډون وکړي او د طالب استازو په حضور کې به په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په هکله بحث وشي.
په دې وروستیو کې د پنجشیر د مقاومت د جبهې مسئول احمد مسعود هم مسکو ته تللی وو چي د روسیې د پارلمان د مرستیال له تود هرکلی سره مخامخ شوی وو، داسي ښکاري چي په راتلونکې غونډه کې به د مختلفو افغان لورو تر مینځ هم د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.
دا په داسي حال کې دی چي د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو له لورې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړېدو په ضرورت باندې ټینګار د طالبانو له لورې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بلل شوې ده.