د علم د پرمختګ په لاره کې هیڅ خنډ نشته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138946-د_علم_د_پرمختګ_په_لاره_کې_هیڅ_خنډ_نشته
د افغانستان د طالبانو  د لوړو معارفو د وزارت مرستیال  مدعی شو چې په هیواد کې د علومو د پرمختګ په برخې کې هیڅ ډول خنډ نشته .
(last modified 2023-09-24T20:40:48+00:00 )
Sep 24, 2023 09:53 Asia/Kabul
  • د علم د پرمختګ په لاره کې هیڅ خنډ نشته

د افغانستان د طالبانو  د لوړو معارفو د وزارت مرستیال  مدعی شو چې په هیواد کې د علومو د پرمختګ په برخې کې هیڅ ډول خنډ نشته .

په افغانستان کې د علم د پرمختګ په لاره کې د خنډونو د نشتوالي په باب د طالبانو دحکومت ددغو لوړپوړي غړي ټینګار په داسې حال کې دی چې  ددغه حکومت د فیصلې په اساس په افغانستان کې انجونې له شپږصنفه پورته او  همداراز  په پوهنتونونو کې  دزړه کړې حق او اجازت نه لري.

 د افغانستان د طالبانو دد لوړو زده کړو د وزارت علمي مرستیال لطف ا.. خیرخواه  پرون ناوخته په  کابل کې په یولړڅرګندونو کې مدعی شو، اوس په افغانستان کې دعلومو د پرمختګ په برخې کې  هیڅ ډول خنډ نشته او هیڅوک په خنډ رامینځةکولو پسې نه دي.

آوا  خبری آژانس راپور و روکړ  خیر خواه زیاته کړې ده د پوهنتونونو د پراختیا او سنبالتیا لپاره کافي  او ډیره بودجه شته  چې  د لوړو زده کړو د وزارت په هڅې سریه  ټاکل شوې ده په راتلونکو پنځو کلونو کې د هیوادد ټولو پوهنتونونو لابراتوارونه مجهز شي.