د کندهارد سپین بولدک لویه لارد یوې ورځې لپاره تړل شوې ده
Sep 28, 2023 07:34 Asia/Kabul
د سپین بولدک کمیشنر مولوي احمد وویل چې دغه لار د طالبانو په غږملتیاد پاکستان له لوري د یوې ورځې لپاره تړل شوې ده.
افغانستان د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د سپین بولدک لویه لار د طالبانو په همغږۍ نن سهار شاوخوا ۷ بجې د یوې ورځې لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د سپین بولدک کمیشنر مولوي احمد وویل چې دغه لار د طالبانو په غږملتیاد پاکستان له لوري د یوې ورځې لپاره تړل شوې ده.
د ښاغلي احمد په خبره، یوازې ناروغان او ټرانزیټ موټر تګ راتګ کولای شي.
تر دې وړاندې د تورخم لاره د ۹ ورځو او شپې لپاره تړل شوې وه، چې سوداګرو ته یې ستر مالي زیانونه اړولي وو.
ټیګونه