د افغانستان دطالبانوپلاوی په وحدت کنفرانس کې دګډون لپاره تهران ته راغلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139278-د_افغانستان_دطالبانوپلاوی_په_وحدت_کنفرانس_کې_دګډون_لپاره_تهران_ته_راغلی
د اهل سنت دروایتونو په اساس د حضرت محمد مصطفی(ص)د نیکمرغه زوکړې ورځ د ربیع الاول دولسمه او د اهل تشیَع د  روایتونو په اساس د ربیع الاول په اولسمه نیټه   ده.
(last modified 2023-09-30T07:22:23+00:00 )
Sep 30, 2023 11:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان دطالبانوپلاوی په وحدت کنفرانس کې دګډون لپاره تهران ته راغلی

د اهل سنت دروایتونو په اساس د حضرت محمد مصطفی(ص)د نیکمرغه زوکړې ورځ د ربیع الاول دولسمه او د اهل تشیَع د  روایتونو په اساس د ربیع الاول په اولسمه نیټه   ده.

د یوه روایت به اساس د  اسلام دګران پیغمبر (ص)د  نیکمرغه میلاد د ربیع الاول له  دولسمې نیټې د ربیع الاول تر اولسمې نیټې پورې د حضرت امام خمیني په فرمان سره د  اسلامی امت د وحدت اونۍ په توګه لمانځل کیږي  چې په اسلامی نړۍ کې ئې تود هرکلی هم شوی دی.

د اهل سنت دروایتونو په اساس د حضرت محمد مصطفی(ص)د نیکمرغه زوکړې ورځ د ربیع الاول دولسمه او د اهل تشیَع د  روایتونو په اساس د ربیع الاول په اولسمه نیټه   ده.

په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت  سفارت  په تهران کې د اسلامی وحدت  په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاهر تهران ته د  افغانستان د طالبانو دحکومت د یوه څلور کسیز پلاوي د سفر خبر ورکړی دی. په کابل کې د ایران د سفارت په خبرتیا کې راغلي دي ، چې د حضرت محمد مصطفی (ص) د  نیکمرغه میلاد د کلیزې له شپو ورځو سره په یووخت  د افغانستان د طالبانو دغه پلاوی  د اهل تسنن او اهل تشیّع  پشمول دنړۍ د مسلمانانو د وحدت په باب د خبرواترو او د اسلامی وحدت په نړیوال کنفرانس کې دګډون لپاره  ایران ته تللی دی.

ټاکل شوې ده دغه نړیوال کنفرانس په حضوري او وبینار ویډیوئی کنفرانس له لارې ترسره شي  او په دغه کنفر انس کې به دم اسلامی امت   او اسلامی هیوادونو مختلف چارواکي او لوړپوړي شخصیّتونه ګډون وکړي.