ننګرهار کې ۱۵۰۰ میرمنو ته کوچنی کاروبار برابر شو
زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکی وایي دا میرمنې به اوس د خپلوکورنیو د اقتصادي ستونزو په هواری کی لاسنیوی کوي.
د ننګرهار د والي د ویندوې له دفتره په استول شوې خبرپاڼه کې د دې ولایت د کرنې اومالدارۍ ریس مولوي عبدالستار محمد له قوله ویل شوي چې د ننګرهار ولایت په سره رود، بتي کوټ او کامې ولسوالیو کې یونیم زر بې وزلو او کونډو میرمنو ته چې د خپلوکورنیو د نفقې مسولیت ورترغاړې دی د کوچني کاروبار زمینه برابره شوه.
د ولایت مقام د ویاندوې دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دغو میرمنو هرې یوې ته دیرش دانې د هګیو چرګانې، یو سلو پنځوس کیلو ګرامه د چرګانوخوراکي مواد او یوه اوسپنیزه مرغانچه ورکول شوه.
په یاده خبرپاڼه کې راغلي چې دا میرمنې به د دغوچرګانو په پاللو او له هغې نه د ترلاسه شویو هګیو اوچرګونو د پلور له درکه نغدې پیسې ترلاسه او دخپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو په هواورولو کې به لاسنیوی کوي.
د خبرپاڼې پر وینا چې یادو میرمنو ته دچرګانوپالنې په برخه کې روزنه هم ورکول شویده.
تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې یو شمیر میرمنو ته د وړ میوه لرونکوونو د باغچو جوړولو ،د لاسي صنایعو د تولید وسایلو ورکولو اوهمدارنګه د خوراکي توکیو د تولید وسایلو په ورکړې سره د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې وه.