د ننګرهار شل رواني ناروغانو کورنیو ته ورسپارل شوي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د میرمنو په ګډون شل تنه رواني ناروغان په ننګرهارکې له درملنې وروسته خپلوکورونو ته ستانه شول.
د سرې میاشتې چارواکي وایي لسګونه نور نارینه او ښځینه رواني ناروغان ورسره تر درملنې لاندې دي.
په ختیځو ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې مشر مولوي حیات الله وایي شل تنه رواني ناروغان چې لس تنه یې میرمنې دي تر لازمې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول.
نوموړی وایي د نهو میرمنو په ګډون خواوشاه اویا تنه رواني ناروغان لاهم دوې سره تر درملنې لاندې دي او دغه راز د خواوشاه یوسلو اویا میرمنو په ګډون یې د پنځه سوه رواني ناروغانو درملنه په کورونو کې پېل کړې ده.
له رواني ناروغۍ رغیدلي ناروغان وایي خوشحاله دي چې تر شپږ میاشتنې درملنې وروسته روغ رمټ خپلو کورنیو ته ستنیږي.
دوې وایي د روغتیا پالانو سلا مشورو ته به پام کوي .
د سرې میاشتې د روغتیایي مرکز مشر ډاکترریاض الله اندیښنه څرګندوي چې په ټولنه کې د رواني ناروغانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی.
هغه وایي دوې د رواني ناروغانودرملنه په وړیا ډول ترسره کوي چې د نارینه او ښځینه ناروغانو لپاره یې د درملنې جلا ځایونه چمتو کړي دي.
په افغانستان کې د بیکارۍ کچې په لوړیدو سره د رواني ناروغانو او نشه یی توکیو د کارونکوپه شمیر کې هم پام وړ زیاتوالی راغلی دی.