د طالبانو د باندنیو چارو وزیر چین ته روان شوی
Oct 03, 2023 14:00 Asia/Kabul
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو خارجه وزیر په یوې سیمه ئیزې غونډې کښې د ګډون لپاره چین ته روان شوی.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن وویل خارجه وزیر امیر خان متقي د چین د چارواکو په رسمي بلنه د «فورم ټرانس هیمالیا» په دریمې غونډې کښې د ګډون لپاره چین ته روان شوی.
بل خبر دا چې د افغانستان په چارو کښې د چین ځانګړي استازي یوشیائویونګ وویل ماسکو د فورمیټ غونډې وښودله چې د سیمې هیوادونه په افغانستان کښې د ثبات کوشش کوي.
هغه وویل د سیمې هیوادونه د افغانستان د بیا رغونې او د سولې لپاره رغنده هڅه ترسره کوي.
ټیګونه