ملګری ملتونه دې دافغانستان د هوائي ډګرونو په آبادونې کې ملګرتیاوکړي
د افغانستان د کابل پشمول نړیوال هوائي ډګرونه د طالبانو له بیا واکمنیدا مخکې د بهرنیو عسکرو په وسیله اداره کیدل چې ورځ تر بلې ئې هم لاپسې بدترکړي دي.
د افغانستان د طالبانو حکومت ددغه هیواد د هوائي ډګرونو د رغونې او آبادونې لپاره د ملګروملتو د ملګرتیا غوښته کړې ده .
د افغانستان د طالبانو دحکومت د ټرانسپورټي او هوائي چلند د چارو د وزارت مرستیال غلام جیلانی وفاپه افغانستان کې د دملګروملتود نمایندګۍ (یوناما) له چارواکو سره په کتنې کې د افغانستان د هوائي ډګرونو دسټینډرډ کولو او نوي کولو په برخې کې ددغه اورګان دملګرتیا غوښتنه کړې ده .
د افغانستان د ټرانسپورټ د چارو وزارت ددغې کتنې په باب لازیات جزیات نه دي وړاندې کړي.
له دې مخکې د کابل حکومت اعلان کړی ؤ چې امریکائي عسکرو له افغانستانه د وتلو په وخت دکابل دهوائي ډګر کابو اویا فیصدي تجهیزات او مشینري او نور تاسیسات په کنډوالې بدل کړی دي.
تسنیم خبری آژانس هم راپو رورکړی، د افغانستان د کابل پشمول نړیوال هوائي ډګرونه د طالبانو له بیا واکمنیدا مخکې دبهرنیو عسکرو په وسیله اداره کیدل چې ورځ تر بلې ئې هم لاپسې بدتر کړي دي.