په پاکستان کې مېشت افغان سوداګرخپله پانګه افغانستان ته انتقال کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139500-په_پاکستان_کې_مېشت_افغان_سوداګرخپله_پانګه_افغانستان_ته_انتقال_کړي
د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر په پاکستان کې له ټولو افغان سوداګرو او مهاجرینو وغوښتل چې ژر تر ژره پانګې دغه هیواد ته انتقال کړي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
(last modified 2023-10-05T05:33:58+00:00 )
Oct 05, 2023 09:53 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې مېشت افغان سوداګرخپله پانګه افغانستان ته انتقال کړي

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر په پاکستان کې له ټولو افغان سوداګرو او مهاجرینو وغوښتل چې ژر تر ژره پانګې دغه هیواد ته انتقال کړي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ملا یعقوب مجاهد نن د افغانستان د پولیسو اکاډمۍ د څوارلسم فراغت دورې په مراسمو کې له ټولو افغان سوداګرو او په پاکستان کې له میشتو مهاجرینو وغوښتل، ژر تر ژره خپلې پیسې له پاکستان څخه انتقال کړي او په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي.

د دفاع وزارت سرپرست د دې په څرګندولو سره چې په هر حالت کې به د افغانستان او د خپل هېواد د خلکو ساتنه کوو، په بهرنیو هېوادونو کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل چې هېواد ته بېرته راستانه شي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د افغان مهاجرینو د شړلو لامل په دغه هیواد کې په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې لاس لري، خو د افغان حکومت او مهاجرینو له خوا تل دغه موضوع رد شوې ده.