په هرات کې د زلزلې تلفات؛ مرګ ژوبله له (۴۰۰۰) زرو نه واوښت
زمونږ خبریال راپور راکړی راپورونه ښيي چې په هرات ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله د مرګ ژوبلې شمیر له (۴۰۰۰) زور نه واوښت.
دا خبره طبيعي پيښو ته د رسيدو په چارو کې د دولت وزارت وياند ملا جانان سايق کړې.
د ښاغلي سايق په خبره چې تر دي مهاله د يادي زلزلي له امله په(۲۰) کليو کې د اوسيدو (۲۰۰۰) کورونه ويجاړشوي دي.
ښاغلي سايق زياته کړې چې تر اوسه پورې (۳۵) ژغورونکې ډلې د يادې پيښې له قربانيانو سره په مرسته لګیا دي او د ژغورنې ډلې تر څنګ ماشينري ډلې هم د ويجاړ شويو کورونو څخه د خلکو په را ايستلو مصروفې دي.
د دولت وزارت وياند ملا جانان سايق له مرستندويه بنسټونو او د نړۍ له هيوادونه څخه غوښتنه کړې تر څو په افغانستان کې له زلزلي ځپلو سره عاجلې مرستي وکړي.
تر دې دمه د افغانستان اسلامي امارت زلزله ځپلو ته د رسيدو په موخه (۱۰۰) ميليونه افغانۍ ځانګرې کړي چې په دې سربيره يو شمير خيريه بنسټونو او اشخاصوهم له زيانمن شويو کسانو سره د مرستې ژمنه کړې ده.
باید وویل شي چې د افغانستان اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ژمنه کړې چې د زلزلې له امله ویجاړشوي کورنه بېرته په پاخه او اساسي ډول رغوي.