لغمان ولایت کښې دوه یاغیان وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139970-لغمان_ولایت_کښې_دوه_یاغیان_وژل_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په ختیځ کې امنیتي چارواکي وایي لغمان کې یې دوه تنه باغیان وژلي دي.
(last modified 2023-10-15T04:22:33+00:00 )
Oct 15, 2023 08:49 Asia/Kabul
  • لغمان ولایت کښې دوه یاغیان وژل شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په ختیځ کې امنیتي چارواکي وایي لغمان کې یې دوه تنه باغیان وژلي دي.

د چارواکو پروینا وژل شویو کسانو په یاد ولایت کې د ناامنۍ رامنځته کولو هڅې کولې.

په ختیځو ولایتونو کې د۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحید الله محمدي وایي تیره شپه د دې قول اردو اړوند امنیتي ځواکونو د یو څاو په پایله کې په دولت شاه ولسوالۍ کې دوه تنه باغیان وژلي او د هغوې وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي دي.

د نوموړي پروینا امنیتي ځواکونو په سیمه کې یو شکمن کس هم نیولی دی.

 د خالد بن ولید قول اردو ویاند وویل وژل شوي کسان چې دواړه  د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ استوګن دي یو یې  جاوید د سرباز زوی د یاغیانو ډلې مشر او بل یې دا دې خان د غني زوی نومیده.

 مولوي وحیدالله محمدي وویل وژل شویو کسانو په لغمان ولایت کې  د نا امنۍ رامنځته کی هڅه کوله او په څو بېلابېلو سیمو کې یې د اسلامي امارت ځواکونه په نښه کړي او دغه راز یې یو ښوونځي ته لاسي بم هم ورغورځولی وو.

دا چې وژل شوي کسان په چا پورې اړه لري او تمویل او تجهیز یې دچا له لورې ترسره کیده تر اوسه نده روښانه شوې.