د افغانستان څلور میلیونه خلک له ناوړه خواړو سره مخ دي
Oct 19, 2023 14:17 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د خواړو نړیوال پروګرام وویل په افغانستان کښې څلور میلیونه خلک چې درې اعشاریه دوه میلیونه پکښې ماشومان دي له سختو ناوړه خواړو سره مخامخ دي.
د خواړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي نن وویل نهویشت اعشاریه دوه میلیونه خلک یعني د افغانستان د نفوسو په دریو کښې دوه برخې خلک په روان میلادي کال کښې څو اړخیزه بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري.
د خواړو نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کښې پیځلس اعشاریه درې میلیونه خلک د روان میلادي کال له مي میاشتې راهسې تراوسه پورې په سخته د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.
ټیګونه