د افغانستان طالبانو په سیګار ادارې نیوکه وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت د هیواد د زده کړې په برخه کښې د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاسرسي په هکله د افغانستان د بیا رغاونې د څار د ځانګړي ادارې سیګار(The Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction) راپور ناسم وباله.
د افغانستان د بیا رغاونې د څار د ځانګړي ادارې سیګار مفتش« جان ساپکو »څه موده مخکې په یوه راپور کښې ویلي وو چې د طالبانو حکومت نیغ په نیغه د افغانستان د زده کړې په برخه کښې د امریکا مرستو ته لاسرسی لري او د دغو مرستو د ویشلو په څرنګوالي کښې لاس لري.
د سیګار په راپور کښې راغلي دي د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور ته په غبرګون کښې له رسنیو سره په مرکه کښې اعتراف وکړ چې د طالبانو حکومت په افغانستان کښې ټول مسائیل او جاري چارې د هیواد د ګټو او اصولو پراساس تنظیموي.
له دې مخکې د ملګروملتونو امنیت شورا هم په یوه راپور کښې ویلي وو چې په افغانستان کښې د بشري مرستو شپږپنځوس پروګرامونه د طالبانو د حکومت د لاسوهنو په علت بند شوي دي.