په افغانستان کې د امنیتي چارواکو لپاره ودانۍ جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140344-په_افغانستان_کې_د_امنیتي_چارواکو_لپاره_ودانۍ_جوړیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د (۴۰) میلیونه افغانیو په ارزښت په یو شمېرولسوالیو کې ودانۍ جوړې کړي. د یاد وزارت د چارواکو په وینا دا ودانۍ به د غزني ولایت د (اندړو) او (ناوې) ولسوالۍ لپاره وي.
(last modified 2023-10-22T06:36:28+00:00 )
Oct 22, 2023 10:57 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت غواړي چې د (۴۰) میلیونه افغانیو په ارزښت په یو شمېرولسوالیو کې ودانۍ جوړې کړي. د یاد وزارت د چارواکو په وینا دا ودانۍ به د غزني ولایت د (اندړو) او (ناوې) ولسوالۍ لپاره وي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو رئیس مولوي شریف الله الهام په خبره هره ودانۍ به د (۳۰) خونو په لرلو سره د یاد وزارت په انکشافي بودیجې درې پوړیزې ورغول شي چې د یادو ولسوالیو ټول واحدونه په کې خوندي کیدای شي.

د کورنیو چارو وزارت له یادې کړنې څخه د غزني والي حافظ محمد امین جان عمري ستاینه وکړه او زیاته یې کړه دوی کوښښ کوي چې د کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ د غزني ولایت هغه ولسوالیو ته هم اداري ودانۍ جوړې کړي چې تر اوسه ودانۍ نه لري.

ددې ترڅنګ د اندړو ولسوالۍ مرستیال زیاته کړه چې د ولسوالۍ ودانۍ د نشتوالي له امله دوی له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي چې په وینایې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به یې ټولې ستونزې حل شي.

د یادوني وړ چې د افغانستان په یو شمېر نورو ولايتونو کې لا هم يوشمير ولسوالي د معیاري ودانیو له نشتون سره مخامخ دي.

داسې ویل کیږي غزني چې (۱۸) ولسوالۍ لري او لا هم د آب بند ، رشیدان ، خوګیاڼو او جغتو ولسوالۍ معیاري ودانۍ نه لري خو د غزني سیمه ایز چارواکي بیا د دې ستونزې د حل ډاډ ورکوي.