تورخم کې راستنیدونکو کډوالو ته د استوګنې پرمهال پاخه خواړه ورکول کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي ولایتي اداره د راستنیدونکو کډوالو لپاره په سهولتونو برابرولو بوخته ده.
د ننګرهار د والي ویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې په تورخم کې د پوځې کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب له خولې ویل شوي چې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند په ځانګړې پاملرنه په تورخم ښارګوټي کې راستنیدونکو کډوالو ته تر هغه وخته پورې چې خپلو سیمو ته د ستنیدو تر مهاله په تورخم کې وي پاخه خواړه ورکول کیږي. په خبر پاڼه کې همدا راز د تورخم د پوځي کمیسار له خولې لیکل شوي چې ولایتي اداره هیواد ته د تورخم له لارې د راستنیدونکو کډوالو لپاره پر نورو اسانتیاو برابرولو بوخته ده.
څوورځې وړاندې ولایتي ادارې په دې ولایت کې له میشتو خیریه بنسټونو هم غوښتې وو چې په تورخم ښارګوټي کې راستنو شویو کډوالو ته دې د انساني همدردۍ له مخې د اسانتیاو په برابرولو کې ونډه واخلي.
د پاکستان د لنډ مهالي حکومت له لورې په خپل هیواد کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو ته ورکول شوی ضرب الاجل د روانې میاشتې پر نهمه دسی شنبې په ورخ پوره کیږي.
پاکستان ویلي چې تردې نیټې وروسته به په دغه هیواد کې پاتې نا قانونه افغان کډوال په زوره له خپل هیواده وباسي.