د ایران د سره میاشتې کمیټې افغانستان کې خپل کلینیکونه پرانیستي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140752-د_ایران_د_سره_میاشتې_کمیټې_افغانستان_کې_خپل_کلینیکونه_پرانیستي_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د سره میاشتې کمیټې د درملیزو چارو مرستیال پیمان نامدار د افغانستان په زرنج ښار کې د یوه کلینیک د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-10-30T23:29:51+00:00 )
Oct 31, 2023 03:56 Asia/Kabul
  • د ایران د سره میاشتې کمیټې افغانستان کې خپل کلینیکونه پرانیستي دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د سره میاشتې کمیټې د درملیزو چارو مرستیال پیمان نامدار د افغانستان په زرنج ښار کې د یوه کلینیک د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.

د ایران د سره میاشتې دغه چارواکی ویلي دی چي په ایراني کلینیکونو کې متخصص ډاکټران او د عمومي اپرېشنونو سهولت افغانانو لپاره رامینځ ته شوی دی.

هغه هیله وښوده چي د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ایران د سره میاشتې د کمیټې د کلینیکونو د پرانیستل کېدو لپاره زمینه برابره شي.

په دې وروستیو کې په هرات ولایت کې سختې زلزلې شوي دي چي د امله یې ګڼ شمېر افغانانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتې دي.