اسلام اباد کې افغان سفارت: چمن او تورخم کې کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140900-اسلام_اباد_کې_افغان_سفارت_چمن_او_تورخم_کې_کډوال_له_سختو_ستونزو_سره_مخ_دي
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې له پاکستان څخه وتونکي افغان کډوال د تورخم او چمن په دروازو کې له سختو ستونزو سره مخ دي او په زرګونه کسان د دوازې دې غاړې ته بند پاتې دي.
(last modified 2023-11-02T11:01:43+00:00 )
Nov 02, 2023 15:28 Asia/Kabul
  • اسلام اباد کې افغان سفارت: چمن او تورخم کې کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې له پاکستان څخه وتونکي افغان کډوال د تورخم او چمن په دروازو کې له سختو ستونزو سره مخ دي او په زرګونه کسان د دوازې دې غاړې ته بند پاتې دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې له پاکستان څخه وتونکي افغان کډوال د تورخم او چمن په دروازو کې له سختو ستونزو سره مخ دي او په زرګونه کسان د دوازې دې غاړې ته بند پاتې دي.

دغه سفارت پر ایکس ټولنیزه پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې ده چې له پاکستان څخه د ویستل کېدونکو افغان کډوالو په زوره د ویستلو ننګونو او پایلو ته يې سخته اندېښنه ښودلې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت همدارنګه ویلي دي چې تر اوسه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نقدي او غیر نقدي پانګو د لېږد له پاره څرګند سیاست شتون نه لري.

دغه سفارت زیاته کړې ده چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د شتمنو د لېږد د اعلان شوي سیاست له امله په پاکستان کې مافیايي ډلې راپيدا شوې دي چې له افغان کډوالو څخه بډې اخلي او په ګڼو بهانو يې ځوروي او کړوي.