د افغانستان په ضد دې دنړیوال بانک محدودیّتونه لغوه شي
له نړیوالې ټولنې د مونږ غوښته دا ده چې دافغانستان خلکو ته نور تاوان نه رسوي او د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د د خنډونو او محدودیّتونو لیریکیدا یو ضرورت دی .
د افغانستان د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو وزارت مرستیال د کابل په ضد د نړیوال بانک دمحدودیّتونو پر لغوه کیدا ټينګار وکړ.
زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان دطالبانو د حکومت د اقتصادي چارو د وزارت مرستیال عبدالطیف نظري پرون په یولړ څرګندونو کې ووئیل، په هیواد کې د اقتصادي ودې لباره اړتیا ده څو نړیواله ټولنه د افغانستان په اقتصادي برخې کې وضع شوي محدودیّتونه لغوه کړي او له نړیوالې ټولنې د مونږ غوښته دا ده چې دافغانستان خلکو ته نور تاوان نه رسوي او د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د د خنډونو او محدودیّتونو لیریکیدا یو ضرورت دی .
د افغانستان د اقتصادي چارو وزارت مرستیال همداراز دې ته په پام سره چې طالبان د افغانستان د تاجرانو د پانګونې دجذبولو لپاره هڅه کوي ووئیل،له نیکه مرغه په دې لړ کې بریالي شوي یوو او په تیر کال کې مو کابو لس میلیارډالري پانګه جذب کړې ده. هغه د امریکا په وسیله د افغانستان د شتمنیو کنګل کیدا او بانکي محدودیّتونو ته په اشارې سره ووئیل ، دغو چارو له افغانستانه د پانګې په ویستلو او د دغه هیواد پر اقتصاد ډیرې منفي اغیزې شیندلي دي.البته د کابل حکومت د بندیزونو د شنډولو سیاست په ایجنډا کې لري.