طالبانو د کدوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پریکړه د اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141058-طالبانو_د_کدوالو_د_ایستلو_په_اړه_د_پاکستان_پریکړه_د_اسلامي_او_نړیوالو_اصولو_خلاف_وبلله
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وايي، چې افغان کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړه د ټولو نړېوالو نورمونو او اسلامي اصولو خلاف ده.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Nov 05, 2023 08:37 Asia/Kabul

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وايي، چې افغان کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړه د ټولو نړېوالو نورمونو او اسلامي اصولو خلاف ده.

ښاغلي حقاني خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وويل چې پاکستان په سختو شرايطو کې افغانانو ته پناه ورکړه، خو په داسې زور او جبر سره د افغان کډوالو ايستل مناسب نه دي.

هغه له پاکستانه وغوښتل چې په خپله پرېکړه دې له سره کتنه وکړي.

کورنیو چارو وزیر زیاتوي، چې پاکستان ته مشکلات زموږ له اړخه نه دي جوړ؛ باید هر څوک خپلې ستونزې خپله حل کړي.

 نوموړی زیاتوي؛ اسلامي امارت ټولې نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې خاوره به یې د نورو هېوادونو پر ضد نه کارېږي.

ښاغلي حقاني همدا راز د ۳۴ ولایتونو پر واليانو باندې غږ وکړ چې هغوی دې د راستنېدونکو افغانانو سره په هره برخه کې بشپړه همکاري وکړي.

په همدې حال مولوي ذبیح الله مجاهد سپین بولدک کې د کډوالو وضعیت ارزونې پر مهال ویلي، چې کډوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو کمیسیون او سوداګرو له لوري راستنېدونکو کډوالو ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

بلخوا اسلام اباد کې د افغانستان سرپرست سفیر مولوي سردار احمد شکیب وايي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي شکیب له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ټینګار وکړ چې د کډوالو لپاره د ستنېدو پروسه باید نوره هم آسانه او له کډو بار موټرونه دې له سکن او پیسې اخیستلو څخه معاف شي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو ورځو کې په پاکستان کې مېشت افغانانو پر وړاندې دغه هېواد عملیات پیل کړي او افغانان په زور او جبر له خپلو کورونو باسي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو د پاکستان دغه اقدام په سختو ټکو غندلی دی.