د ایران خارجه وزیر:
د افغانستان سرپرست حکومت دې د ایران د اوبو حق تامین کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د حکومت د موقتې کابینې له مرستیال سره په کتنه کې وویل: د افغانستان سرپرست حکومت باید د ایران د اوبو د حق تامینولو ته توجه وکړي.
تېرو ورځو کې په افغانستان کې دطالبانو د حکومت د موقتې کابینې مرستیال ملاعبدالغنی برادر د یوه ۳۰ کسیزه پلاوی په مشری تهران ته راغی.
د ایران خارجه وزیر له ملابرادر سره په کتنه کې د ایران د اوبو د حق د تامینولو په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: د اوبو د مسالې حساسیت او بیا د خلګو په ژوندانه باندې د هغه اثراتو ته په کتو سره دې د افغانستان سرپرست حکومت دغې مسالې ته ځانګړې توجه وکړي.
هغه له افغانستان څخه د امریکایانو له وتلو څخه د خوښی په څرګندولو سره یادونه وکړه چي د افغانستان خپلواکي، پرمختګ، امنیت او د خلګو هوساینه د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره زیات اهمیت لري.
عبداللهیان په غزې کې د فلسطیني ښځو او ماشومانو په وژله کې له اسرائیل رژیم څخه د امریکا فوځي ملاتړ ته په اشارې سره وویل: د فلسطین په هکله د افغانستان دریځونه د پآم وړ دي او فلسطیني ولس له ټولو اسلامي هیوادونو څخه تمه لري چي د صهیونیستانو په وړاندې له هغوی څخه ملاتړ وکړي.