طالبان: په پاکستان کښې په ترهګرو بریدونو کښې لاس نه لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141252-طالبان_په_پاکستان_کښې_په_ترهګرو_بریدونو_کښې_لاس_نه_لرو
د پاکستان د لنډمهاله حکومت مشر انوارالحق کاکړ نن په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
(last modified 2023-11-08T23:46:19+00:00 )
Nov 09, 2023 04:13 Asia/Kabul
  • طالبان: په پاکستان کښې په ترهګرو بریدونو کښې لاس نه لرو

د پاکستان د لنډمهاله حکومت مشر انوارالحق کاکړ نن په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

 

د طالبانو حکومت د پاکستان د موقت صدراعظم د تازه ادعاوو په وړاندې په غبرګون کې وویل چې دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي خو «اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امن ټینګولو مسولیت نه لري.»

تاند خبري سایټ لیکلي چې د پاکستان د لنډمهاله حکومت مشر انوارالحق کاکړ نن په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

خو د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح ا... مجاهد په یوه اعلامیه کې د انوارالحق کاکړ د ادعاوو د ردولو ترڅنګ ویلي چې «هغوی باید خپل کورني مسایل په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي.»

د پاکستان سرپرست صدراعظم د دې ادعا په ځواب کې چې د طالبانو د حکومت له واک ته رسیدو وروسته په پاکستان کې تروریستي پېښې ۶۰ سلنه زیاتې شوي او انتحاري بریدونه بیا ۵۰۰ سلنه ډېر شوي دي، ذبیح الله مجاهد ویلي:«دا د دې دلیل نه شي کیدای چې ګنې موږ به د پاکستان د نا امنیو تر شا یو.»

د روانې اوونۍ په پیل کې د پنجاب ایالت په میاوالي کې د پاکستان پر یوه هوايي ډګر له وسله وال برید وروسته پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې په دغه برید کې په افغانستان کې له امریکا پاتې وسلې کارول شوي خو د طالبانو حکومت دا موضوع رد کړه چې ګنې په افغانستان کې د دوی لاس ته ورغلي وسلې د بل چا لاس ته ورغلي او هغه په پاکستان کې کارول شوي دي:« په افغانستان کې وسلې محفوظې دي، د هیچا لاس ته نه دي ورغلی، د وسلو قاچاق ممنوع دی او د هر ډول غیر قانوني اقداماتو مخه نیول شوې.»

د سیاسي چارو کتونکي دا خبره ردوي چې افغان طالبان به د پاکستاني طالبانو تسلیحاتي ملاتړ کوي خو دا احتمال نه ردوي چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدا پاکستاني طالبان هم زړه ور کړي او دا هیله یې ورزیاته کړې چې که دوی هم مبارزې ته دوام ورکړي، بریالي کېدای شي.