ایران او افغانستان د اقتصادی تفاهم۵ سندونه لاسلیک شول
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر دځانګړی استازی ، حسن کاظمي قمي ،دایران د کرهڼیز جهاد وزیر محمد علی نیکبخت او د افغانستان د ریس الوزرا اقتصادی مرستیال ملاعبدالغنب برادر ، ددغه هیواد دتجارت او صنعت د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او ورسره پلاوي په شتون سره ګډه غونډه ترسره شوه چې په پاي کې ئې ددواړو هیوادونو د مسئولانو ترمینځ د اقتصادي ملګرتیا د تفاهم نامې ۵سندونه لاسلیک او مبادله شول.
ایران ته د افغانستان د طالبانو د لوړپوړی اقتصادي پلاوي په سفر کې او دغه راز ددواړو هیوادونو د ګډو غونډو په ترسره کیدا سره ، د ایران او افغانستان ترمینځ داقتصادي ملګرتیا، د تفاهم نامې ۵سندونه لاسلیک شول.
ایرنا خبری اژآنس راپور ورکړ، بیګا د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر دځانګړی استازی ، حسن کاظمي قمي ،دایران د کرهڼیز جهاد وزیر محمد علی نیکبخت او د افغانستان د ریس الوزرا اقتصادی مرستیال ملاعبدالغنب برادر ، ددغه هیواد دتجارت او صنعت د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او ورسره پلاوي په شتون سره ګډه غونډه ترسره شوه چې په پاي کې ئې ددواړو هیوادونو د مسئولانو ترمینځ د اقتصادي ملګرتیا د تفاهم نامې ۵سندونه لاسلیک او مبادله شول.
په دغو سندونو کې د لارو دنړیوال ټرانسپورتي چارو،د ایران او افغانسان د د هوائی چلن د ادارط دملګرتیا تفاهم یاددښت، د اصفهان د ذوب آهن او افغانستانی لوري ترمینځ د ملګرتیا او د آزادو سیمو ترمینځّ دملګرتیا تفاهم نامط د ایران او افغانستان ترمینځ داقتصادی ملګرتیا دتفاهم پنځه سندونه دي چې دواړو لورو لاسلیک کړل.