Nov 12, 2023 13:26 Asia/Kabul
  • له ایران سره د ملګرتیا د سندونو لاسلیک کیدا ستره بریا ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تهران ته له سفر څخه ستنیدا وروسته وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت او د افغانستان ترمینځ د ملګرتیا د څو تفاهم لیکونو لاسلیک کیدا ستره بریا ده.

هغه له ایران څخه ستنیدا وروسته د  کابل په هوايي ډګر کښې وویل د ایران له حکومتي او خصوصي برخو سره  د صنعت ، د ټرانزیټ، د کرهڼې ، د معدن ، د تیلو، د ګازو ، د سرحدي مسائیلو ، د روغتیا ، د ټرانسپورټ، د اورګاډي ، د  مخابراتو او د انفارمیش ټیکنالوژۍ په زمینو کښې بیلابیل تفاهم لیکونه لاسلیک شول کوم چې په صنعت او تجارت کښې یوه ستره بریا ده.

ملا عبدالغني برادر د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر هدف د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت اسانول وباله.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه راز د ایران د چابهار بندر ، او د صنعتي او د تولیدي تاسیساتو کتنه او د ایران له لوړرتبه چارواکو سره ملاقاتونه په دغه سفر کښې خپل تر ټولو مهم کاري پروګرامونه وبلل.

 

ټیګونه