د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر د ایران د توانیر شرکت له لوړ پوړو چارواکو سره ناسته کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141498-د_افغانستان_د_اوبو_او_انرژۍ_وزیر_د_ایران_د_توانیر_شرکت_له_لوړ_پوړو_چارواکو_سره_ناسته_کړې
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي وزیر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د توانیر شرکت له اجراییه رییس سره لیدلي.
(last modified 2023-11-13T09:48:17+00:00 )
Nov 13, 2023 14:16 Asia/Kabul
  • د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر د ایران د توانیر شرکت له لوړ پوړو چارواکو سره ناسته کړې

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي وزیر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د توانیر شرکت له اجراییه رییس سره لیدلي.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي وزیر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د توانیر شرکت له اجراییه رییس سره لیدلي.

د دغه وزارت له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، عبداللطیف منصور له آرش کردي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنایي انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي. په دې کتنه کې د انرژۍ او اوبو چارسمبالي وزیر افغانستان ته د ایران د برېښنا د صادراتو د تعرفې د کمولو غوښتنه هم کړې.

د انرژۍ او اوبو د وزارت ویاند زیاته کړې چې په دې کتنه کې له ایران څخه د برېښنا د صادراتو پر پرچاوۍ او ستونزو هم خبرې وشوې او ټینګار یې کړی چې په راتلونکي کې باید له دغو ستونزو څخه مخنیوی وشي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په راتلونکي کې د افغانستان او ایران د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د غونډو پر دوام هوکړه کړې.

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالی د شنبې په ورځ د دغه وزارت د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی.