ننګرهار کښې پینځه کسان مړه او ژوبل شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی لږترلږه پنځو تنو ته په ننګرهار ولایت کې په دوه جلا پیښو کې مرګ ژوبله واوښته.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی وایي، تیره ورځ د دې ولایت د ښیوې ولسوالۍ اړوند نوجو کلي کې په یو کور کې د ماین د چاودنې له امله درې تنه ژوبل شول.
نوموړی وایي د چاودنې له امله چې دصبغت الله په نوم د ځایي اوسیدونکي په کور کې شوې هغه او میرمن یې او یوه کوچنۍ لور یې ټپیان شویدي. حافظ زابلي وایي په سیمه کې عینی شاهدانو ویلي چې چاودنه د سونګ په لرګیو کې د یوې پخوانۍ ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله شویده.
خو د نوموړي پر وینا امنیتي ادارو په دې اړه پلټنې پېل کړي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند وویل د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې بیا د نامشروع اړیکو په تور یوه میرمن وژل شوي او یو نارینه ژوبل شویدی.
نوموړی وایي د ګوجر په نوم یو ځایي اوسیدونکي خپله د زوې میرمن له یو بل تن سره د تلیفوني اړیکو په تور چې دوې نامشروع بللي وژلې او مقابل لوری په ډزو کې ژوبل شویدی.
هغه وایي ګوجر له سیمې تښتیدلی خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو په هڅه کې دي.
د زابلي پر وینا د دواړو پیښو ټپیان د درملنې په موخه د جلال اباد مرکزي روغتون ته رالیږدول شویدي.