اسرائیل به د افغانانو لخوا ماته خوري
د طالبانو له لوري د لغمان والي وایي، چې که افغان ځوانانو ته فکري روزنه ورکړل شي، نو په فلسطین کې به د صهیونیسټي رژیم اشغال پای ته ورسېږي.
د طالبانو له لوري د لغمان والي وایي، چې که افغان ځوانانو ته فکري روزنه ورکړل شي، نو په فلسطین کې به د صهیونیسټي رژیم اشغال پای ته ورسېږي.
نوموړي د ایران په مالي لګښت د بیت المقدس په څېر د جوړ شوي جومات پرانیستې کې وویل: افغانانو پر خپله خاوره هر یرغلګر او تیري کوونکي ته ماتې ورکړې او اسرائیل به هم د افغانانو پر لاس ماتېږي.
د لغمان والي قاري زین العابدین عابد د لغمان ولایت قرغه یي ولسوالۍ اړوند سرخکانو په سیمه کې د دغه ډلې د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په نوم په بیت المقدس کې د الاقصی په څېر جوړ شوي جومات د پرانیستې پرمهال وویل: که افغان ځوانانو ته فکري روزنه ورکول شي، نو لیرې نه ده چې فلسطیني خاوره به د اسرائیلو له ناپاکو منګولو وژغوري.
لغمان والي وویل: تاریخ ښودلې چې افغانانو درې امپراتورۍ ماتې کړې او هغه ورځ به لیرې نه وي چې اسرائیلیان او صلیبي یرغلګر به هم د افغانانو په لاسونو ماتې خوري.
د قرغه یي ولسوالۍ د سرخکانو سیمې یو قومي مشرعبدالحمید هاشمي په خپلو خبرو کې وویل: دا جومات چې د مهترلام ښاروالۍ سره د ایران اسلامي جمهوریت په مالي همکارۍ جوړ شوی، زموږ د ځوان نسل په را بیدارولو او هغوې ته د ذهنیت په ورکولوکې مهم رول لري.
هغه غوښتنه وکړه، چې د ایران او افغانستان اړیکې دې د سیاسي فشارونو تر اغیزې لاندې نه راځي، ځکه چې دواړه هېواادونه په خپلو کې ګڼ مشترکات لري.
د پوهنتون استاد او د چارو کارپوه عبدالرحیم صراف وویل: د دې جومات په جوړېدو سره به زموږ ځوان نسل ته د اسلام فاتح صلاح الدین ایوبي کارنامې او دا چې صلیبیانو ته یې څه ډول ماتې ورکړه وریادې شي.
هغه وویل: زموږ ځوان نسل ته په کار ده چې خپله اسلامي جغرافیه وپيژني.
دا لومړی ځل دی چې د ایران اسلامي جمهوریت په مالي مرسته د الاقصی جومات ته ورته جومات د هېواد په کچه د کابل جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت اړوند قرغه یي ولسوالۍ په سرخکانو سیمه کې جوړېږي.
دا جومات په یو وخت کې د ۵۰۰ لمونځ کوونکو وړتیا لري.