د تورخم لارد باروړونکو ګاډوپه وړاندې بیاپرانیستل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141908-د_تورخم_لارد_باروړونکو_ګاډوپه_وړاندې_بیاپرانیستل_شوې
له دې مخکې د پاکستان اړونده  چارواکو  ویلي ووچې یوازې هغو افغان ګاډوچلونکو ته اجازه ورکوي چې پرتورخم واوړي  او د افغانستان پاسپورټ او د پاکستان ویزه ولري.البته د پاکستان د دغه اقدام په وړاندې په په افغانستان کې  په  تورخم کې  افغان سیمه ییزو چارواکو هم ورته اقدام کړی و.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 22, 2023 01:00 Asia/Kabul
  • د تورخم لارد باروړونکو ګاډوپه وړاندې بیاپرانیستل شوې

له دې مخکې د پاکستان اړونده  چارواکو  ویلي ووچې یوازې هغو افغان ګاډوچلونکو ته اجازه ورکوي چې پرتورخم واوړي  او د افغانستان پاسپورټ او د پاکستان ویزه ولري.البته د پاکستان د دغه اقدام په وړاندې په په افغانستان کې  په  تورخم کې  افغان سیمه ییزو چارواکو هم ورته اقدام کړی و.

زمونږخبریال د افغان خبرو سرچینو له قوله راپور راکړ، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې د ګډې خونې یو چارواکی خان جان الکوزی وایي، د تورخم لاره بیرته د بار وړونکو ګاډو پرمخ پرانیستل شوه.

الکوزي په یولړ څ رګندونو کې ووئيل چې دغه لاره له پاکستاني لوري سره د طالبانو د چارواکو د  شویو خبرو په نتیجې کې بیرته پرانیستل شوې.

هغه زیاته کړه چې د دغې دروازې تړل کیدل په تورخم کې د مسئولانو په صلاحیت کې نه وه  او په دې اړه باید د طالبانو او د پاکستان چارواکي پریکړه وکړي.

له دې مخکې د پاکستان اړونده  چارواکو  ویلي ووچې یوازې هغو افغان ګاډوچلونکو ته اجازه ورکوي چې پرتورخم واوړي  او د افغانستان پاسپورټ او د پاکستان ویزه ولري.

البته د پاکستان د دغه اقدام په وړاندې په په افغانستان کې  په  تورخم کې  افغان سیمه ییزو چارواکو هم ورته اقدام کړی و.

د طالبانو لوړپوړو چارواکو  د خبر ترمخابیره کیدا پورې  د باروړونکو ګاډو پرمخ د دغې دروازې د پرانیستل کیدو په اړه څه ندي ویلي.