د تورخم لارد باروړونکو ګاډوپه وړاندې بیاپرانیستل شوې
له دې مخکې د پاکستان اړونده چارواکو ویلي ووچې یوازې هغو افغان ګاډوچلونکو ته اجازه ورکوي چې پرتورخم واوړي او د افغانستان پاسپورټ او د پاکستان ویزه ولري.البته د پاکستان د دغه اقدام په وړاندې په په افغانستان کې په تورخم کې افغان سیمه ییزو چارواکو هم ورته اقدام کړی و.
زمونږخبریال د افغان خبرو سرچینو له قوله راپور راکړ، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې د ګډې خونې یو چارواکی خان جان الکوزی وایي، د تورخم لاره بیرته د بار وړونکو ګاډو پرمخ پرانیستل شوه.
الکوزي په یولړ څ رګندونو کې ووئيل چې دغه لاره له پاکستاني لوري سره د طالبانو د چارواکو د شویو خبرو په نتیجې کې بیرته پرانیستل شوې.
هغه زیاته کړه چې د دغې دروازې تړل کیدل په تورخم کې د مسئولانو په صلاحیت کې نه وه او په دې اړه باید د طالبانو او د پاکستان چارواکي پریکړه وکړي.
له دې مخکې د پاکستان اړونده چارواکو ویلي ووچې یوازې هغو افغان ګاډوچلونکو ته اجازه ورکوي چې پرتورخم واوړي او د افغانستان پاسپورټ او د پاکستان ویزه ولري.
البته د پاکستان د دغه اقدام په وړاندې په په افغانستان کې په تورخم کې افغان سیمه ییزو چارواکو هم ورته اقدام کړی و.
د طالبانو لوړپوړو چارواکو د خبر ترمخابیره کیدا پورې د باروړونکو ګاډو پرمخ د دغې دروازې د پرانیستل کیدو په اړه څه ندي ویلي.