Nov 23, 2023 07:38 Asia/Kabul
  • د تېرو چارواکو له برخلیکه عبرت واخلئ

د خلکو خدمت د مسئولانو وړومبی دنده ده او که یو مسئول غفلت وکړي، نو ورسره د افغانستان د ټولو خلکو حق ضایع کېږي.

د افغانستان د طالبانو مشر " هبت‌الله آخوندزاده " د طالبانو د حکومتي چارواکو په دوه ورځنۍ غونډه کې ټینګار وکړ چې د دغه هېواد د پخوانیو چارواکو له برخلیک څخه باید عبرت واخلئ او د خلکو په خدمت کې لټي ونه کړئ.

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد به یوې خبرپاڼې کې وویل چې د حکومت د وزیرانو د شورا غونډه د روانې نوامبر میاشتې په ۲۰ او ۲۱ نېټه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په مشرۍ په کندهار ولایت کې ترسره شوه.

هغه په دغې غونډې کې وویل: د خلکو خدمت د مسئولانو وړومبۍ دنده ده او که یو مسئول غفلت وکړي نو ورسره د افغانستان د ټولو خلکو حق ضایع کېږي.

"هبت الله اخندزاده" د طالبانو د حکومت چارواکو ته په خطاب کې وویل: د زور پر ځای د هڅونې، قناعت او ښو اخلاقو له لارې د اسلام دین او اخلاقو ته د خلکو د رابللو هڅه وکړئ، ځکه د زور له لارې خلک له تاسو سره جنګېږي، خو د هڅونې له لارې به خلک له تاسو سره ملګري شي او اخلاص به څرګند کړي.

ټیګونه